اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) د كو??ني?? چارو وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې عمران خان به د هېواد معیشت او سیاست په سم پلو روانولو سره هېواد مخ په وړاندې بوځي، اولس د احتساب لپاره پی ټی آئی له ووټ وركړې، مریم نواز مسلم لیګ (ن) دې حال ته رسولې، كه هغې د پوهې څخه كار اخستې وي نو نن به دا حال نه ؤ،ټول پاكستان د خ??ل پوځ سره ولاړ دې،هند د خ??لو ايجنټانو او سرمايه كارو د لارې پاكستان ته زيان رسول غواړي، پاكستان په ضد ټول سازشونه به ناكامه كيږي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده فریډم هاؤس كښې اولسي غونډې ته وينا كښې وكړه، د كو??ني?? چارو وزير ووئيل عمران خان به پاكستان مخ په وړاندې بوځي، عمران جان به د پاكستان معیشت هم سموي او دې سره سره به سياست هم په سم پلو روانولې شي،ده ووئيل د احتساب په نامه وګړو تحریك انصاف له ووټ وركړې،د غلو سره د مفاهمت كولو ??ه ځائې به د قانون له مخې ټولې چارې ترسره كولې شي، د ??ی ډی اېم تحریك ختميدونكې دې، ما وړاندې هم وئيلي ؤ چې هغوي نه استعفیٰ وركوي او نه به د ټاكنو څخه بائیكاټ وكړي ۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) دې حال ته رسولو ??ښې د مریم نواز لاس دې، كه هغې د پوهې څخه كار اخستې وي نو نن به دا حال نه ؤ، ده ووئيل پیپلز ګوند پنجاب كښې عمل دخل نه لري، عمران خان هلې ځلې به ټوله نړۍ كښې په تاريخ كښې ياد ساتلې شي،ده ووئيل علما او اېم ډبلیو اېم د زيات تدبر ثبوت وركړې، اپوزیشن د دې دهرنې غلط استعمال كولو ، هزاره قبیلې د ښه پوهې څرګندونه كړي او هېواد ئې د مسئلو څخه بچ كړې،ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ عظيم پوځ دې،زمونږ پوح لوئ قربانۍ وركړې دي، پاك پوچ د غلو ??پاره د خ??لو ځانونو قربانۍ نه دي وركړي د پاكستان او اسلام لپاره ئې دغه قربانۍ وركړې دي،ده ووئيل ټول پاكستان د خ??ل پوځ سره ولاړ دې، كه اپوزی??ن كښې همت وي نو د پينډۍ پلو دې راشي ، هند د خ??لو سرمايه كارو او ایجنټانو د لارې پاكستان ته زيان رسول غواړي،ټول سازشونه به ناكامه كيږي او پاكستان به بريالې كيږي۔