اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په پاكستان او ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته د كرسمس په تهوار مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ او د يو بل د عقيدو او نظرياتو د احترام د لارې د ام?? او پرمختګ عمل باوري كېدے شي، د هېواد پرمختګ او خوشحالې او په ټوله نړۍ كښې د ام?? ودې لپاره د مذهبونو ترمېنځه همغږي ډېره ضروري ده، د نړۍ ټول مذهبونه د ام??، محبت، برداشت او د انسانيت د احترام درس وركوي، پائيدار ام?? لپاره د مذهبونو ترمېنځه مكالمه ضروري ده. د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې دا ورځ په دې لحاظ ډېره مهمه ده چې په دې ورځ د عظيم مسيحا ظهور شوے و كوم چې انسانيت ته د ام??، برداشت او محبت درس وركړے. ده ووئيل چې د مسلمان په حېث حضرت عيسٰي علېه السلام د الله تعالٰي د پېغمبر په توګه مونږ لپاره ډېر د قدر وړ دے او د حضرت عيسٰي علېه السلام د ام?? او محبت پېغام او تعليمات مونږ لپاره هم دومره مهم دي څومره چې زمونږ عيسائي وروڼو او خوئېدو لپاره اهميت لري. د سېنېټ چيئرمې?? د ??ې هيلې څرګندونه وكړه چې مسيحي ټولنه به د پاكستان پرمختګ، خوشحالې او ام?? لپاره خپل كردار روان وساتي. ده ووئيل چې په پاكستان كښې اقليتونه مكمل مذهبي آزادي ??ري.