اسلام آباد 20 نومبر (اے پی پی) پاکستان د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع هر ماشوم له د زدكړو ، لوبو كولو او خفګان ختمولو ، د يرې او ظلم څڅه پاك د ملګ??تي?? او محفوظه ماحول كښې د روزنې حقونو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د ماشومانو د حقونو په حقله لوظنامه او د هغې د دوو آپشنل پروټوکول په حیثیت پاکستان د ټولو ماشومانو د حقونو ودې او تحفظ له د خپلو قومی او نړيوالو ذمه وارو ترسره كولو لپاره لوظي دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند د ماشومانو نړيوالې ورځ په اړه ووئيل پاکستان د صنف ، مذهب او نسل په بنیاد ماشومانو سره د امتيازي سلوك ، د هغوي استحصال ختمولو لپاره اداره جاتی او قانونی اقدامات كړي۔مونږ په ماشومانو تشدد ،??ائلډ لیبر او په زبردستۍ د ودونو ختمولو لپاره لوظي يو، دغسې دا خبره باروي كوو چې د هېواد ټول ماشومان د خوراك ، تعلیم ، صحت او صحت منده ماحول حق ولري۔ وياند ووئيل سږ كال اګست كښې وزیر اعظم عمران خان پسمانده ماشومانو له د خوراك او غذائیت وركولو لپاره ا??سا?? ̶1;نشونما پروګرام” پرانسته كړي۔دا مهال د هېواد 9 ضلعو كښې 22 نشونما مرکزونه كار كوي دغسې سږ كال تر آخر به دا پروګرام 12 ضلعو او 52 مرکزونو ته ورسولې شي۔ د ا??سا?? پروګرام ترمخه د غريبۍ ژوند كوونكو كورنيو ماشومانو له ويړيا تعلیم او وظيفې وركړې كيږي۔ په دې پروګرامونو كښې ماشومانو ته خاص پام لرنه كيږي۔وياند ووئيل د کووېډ۔ 19 وباﺀ د پرمختګ كوونكو هېوادونو ماشومانو لپاره ګڼ چيلنجونه رامخې ته كړي۔وياند ووئيل د ماشومانو په نړيواله ورځ بايد د مونږ مقبوضه جمو او کشمیر د ماشومانو خراب حالت هير نه كړے شي ۔دغه ماشومان د نړۍ په ټولو لوئ زندان كښې ژوند كوي، چې د نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د ملګرو ملتونو پام لرنې ته اړټيا لري ۔بايد نړيواله ورورولي مقبوضه کشمیر كښې د مظلومه ماشومانو خراب حالت نوټس واخلي او په هند زور راوړي چې د خپلو غیر قانونی?? غیر انسانی پالیسیو او سی آر سی پالیسیو په ضد طرز عمل سمدستي توګه بند كړي