اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي په سياست كښې دوه نقطه نظر لرونكې موجود وي او دا پكار وي هم، خو بايد څوك په مخالفت كښې دومره لرې لاړ نشي چې ورسره ټول نظام وځپلے شي. د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سر?? په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل په اس??بل?? كښې دې احتجاج ضرور وكرے شي خو كه چرته تاسو پارلمان غېر فعاله كړې نو آيا دې سر?? به نظام قوي شي يا كمزورے ؟ . ده ووئيل جلسې جلوسونه كول ستاسو حق دے، دا ضرور وكړې خو كه چرته تاسو ټول معيشت مفلوج كړې نو آيا دې سر?? به نظام قوي شي يا كمزورے؟. ده ووئيل نن د ټولې نړۍ څخه اشارې رامخې ته كېږي چې كورونا يو ځل بيا سر پورته كوي، په پاكستان كښې هم د وائرس ځپليو شم??ر مخ په زياتېدو ده كه په داسې حالاتو كښې تاسو داسې چارې روانې وساتې نو د دې زيان به ستاسو خپلو كارمندانو ته رسي، عام وګړي ته به رسي ، ځك?? بايد داسې حكمت عملي جوړه كړې شي چې د زيان وړ نه وي. ده ووئيل د رياست مخالفې بيانيې سر?? د دوي د ګوندونو زيات خلق هم دا ګڼي چې د رياست مخالفې بيانيې سر?? د ??ېواد خدمت نه كېږي. ده ووئيل ستاسو په نيت شك نه كوو خو د هغه قوتونو اله كار مه جوړېږئ كوم چې په افغانستان كښې د امن هڅو او د كشمير په اړه زمونږ د بيانيې په لار كښې خنډان رامخې ته كول غواړي.