اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عا??ف علوی د كراچۍ مسئلو فوري حل له د وفاق او صوبائي حكومت شريكې مرستې پېشرفت ستائلے دے۔ دخالي په ورځ يو ټويټ كښې صدر ډاکټر عا??ف علوی د كراچۍ مسئلو حل له د وزيراعظم عمران خان ټويټس په اړه ووئيل د وفاقي او سندھ حكومت ترمينځه په ګډه د كار كولو پرېكړه مثبت پېشرفت دے۔ دې سره به د پشكال بارانونو د لاسه رامخې ته شويو د كراچۍ ستونزو هوارولو كښې مرسته ترلاسه شي بلكې سباؤن كښې به هم د او??و ويستلو ٬ سېورېج ټريټمنټ ٬سالډ وېسټ مېنجمنټ ٬ د صفا او??و رسنې او دټرانسپورټ په شمول نورو مسئلو حل كولو او د آسانيو رسنې له په ګډه پ??ېكړې وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ به د كراچۍ او سندھ نورو سيمو اولس يوازې نه پ??ېږدو۔ دې نه وړاندې وزيراعظم خپل ټويټس كښې اعلان وكړو چې وفاقي حكومت سندھ حكومت سره په ګډه په سمدستي توګه د كراچۍ درې لويې مسئلې حل كولو له ګامونه پورته كوي كومو كښې چې د ګرد ښار د نالو صفائي ٬ د او??و تېرېدو لاره كښی د خنډ جوړېدونكو تجاوزاتو ختمول ٬ د كوړې او او??و ويستلو مسئلو حل لټول او د كراچۍ اولس ته د پاكو او??و رسنې په ډول د مهمې مسئلې حل هم شامل دے