اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جمعې په ماښام د بين الپارلماني يونين مش??ې ګېبريلا كيويس بېرن مېلمستيا وكړه. د سېنېټ سېكرټرېټ لخو جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د مېلمستيا په دستوره كښې ګډون كوونكو ته وېنا وكړه. په دستوره كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مش?? سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم، په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مش?? راجه محمد ظفر??لح??، وفاقي وزيرانو، د مملكت وزيرانو، سېنېټرانو، سفيرانو او نورو چار??اك?? هم ګډون وكړو. په دې موقع په خپله وېنا كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان د آئي پي يو پشمول ټول بين الپارلماني فورمونه مهم ګڼي. ده ووئيل چې بين الپارلماني فورمونه امن، همغږۍ او پرمختګ لپاره مهم حيثيت لري، پاكستان به آئي پي يو سره شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره موثر كردار ترسره كوي، د آئي پي يو د مش??ې لخوا د پاكستان دوره به ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه مرستې لپاره ډېره مهمه ثابته شي.