اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير ??عجاز احمد شاه په مشرې كښې د لوي اختر د قربانې انتظامات جاج اخستلو لپاره خاص غونډه وشوه. په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري او د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا هم موجود وو. د كورنيو چارو د وزارت لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير ??ونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل قرباني يوه مذهبي فريضه ده او حكومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اسانۍ باوري كوي، د روغتيا وزارت د ګائيډ لائ??ز له مخې انتظامات او واضحه حكمت عملي جوړولې شي، دا حكمت عملي به د ټولو شراكتدارو په مشوره جوړولې شي. ??ه ووئيل انتظاماتو سره سره حفاظتي تدابير ??ملي كول هم ضروري دي. ??ه ووئيل مونږ د علما كرامو څخه هم په دې لړ كښې لارښووونه غواړو چې دغسې د اولس حفاظت وكړے شي او د كورونا مخ نيوي له مرسته تر لاسه شي.