ته??ان 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عم??ان خان وئيلي دي چې پاكستان اې??ان او سعودي سره د دوستې ژورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه شخړه پېچلې معامله ده خو د مذاكراتو د لارې حل كېدے شي٬ د اې??ان او سعودي ترمېنځه د شخړې به نه يوازې د منطقې په امن او سلامتيا بلكې په معي??ت هم آغېز وشي٬ مونږ غواړو چې په منطقه كښې كومه نوې شخړه پ??دا نه شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د اې??ان اولس مشر حسن روحاني سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د اې??ان اولس مشر سره د تېرې څو مودې راسې د ده دا دريم ملاقات دے۔ ده سره په دوه اړخيزه اړيكو او تجارت هم خبرې شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان او اې??ان د دوستې ژورې اړيكې لري٬ د مقبوضه كشمير ?? اولس په ملاتړ كولو د اېراني حكومت مننه كوو۔ هند 80 لكه كشميريان په مقبوضه وادې كښې قېد كړي دي۔ عم??ان خان ووئيل چې اې??ان ته د راتګ بنيادي وجه دا ده چې مونږ غواړو چې په منطقه كښې كومه نوې شخړه پ??دا نه شي۔ پاكستان تر اوږده موده د ترهګرې په ضد جنګ كړے او 70 زره كسان ئې قربان كړي دي۔ ده ووئيل چې په منطقه كښې د وړاندې نه په افغانستان او سوريه كښې خلق ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل چې اې??ان سره تاريخي اړيكې لرو۔ سعودي هم تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ د سعودي او اې??ان ترمېنځه كومه شخړه نه ده پكار۔ ده ووئيل چې هغه به د نهې په ورځ سعودي ته هم ځي۔ ده ووئيل چې د سعودي او اې??ان سره خبرې يوازې د پاكستان خپل اقدام دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سهولت كارې كردار ترسره كوو۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان اې??ان او سعودي سره د دوستې ژورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه شخړه پېچلې معامله ده خو د مذاكراتو د لارې حل كېدے شي٬ د اې??ان او سعودي ترمېنځه د شخړې به نه يوازې د منطقې په امن او سلامتيا بلكې په معي??ت هم آغېز وشي۔ ده ووئيل چې په نيويارك كښې د امريكې اولس مشر ټرمپ د ملاقات په مهال د اې??ان او امريكې ترمېنځه په اړيكو كښې د كردار ادا كولو وئيلي٬ نن د اې??ان اولس مشر سره په اړوند چارو خبرې شوې دي۔ په دې موقع د اې??ان اولس مشر حسن روحاني ووئيل چې پاكستان او اې??ان وروڼه هېوادونه دي٬ دواړه هېوادونه په ګډه د منطقې استحكام لپاره هڅې كولې شي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عم??ان خان سره د منطقې په صورتحال خبرې شوې دي۔ پاكستان او اې??ان د منطقې مسئلې د خبرو د لارې د حل كولو ملاتړ كوي۔ د پاكستان او اېراني مشرانو ملاقاتونه د منطقې صورتحال بحالې لپاره مهم دي۔ اېراني اولس مشر ووئيل چې په اې??ان د امريكائي بندېزونو په اړه هم خبرې شوې دي۔ د اې??ان په دوره كولو د وزيراعظم عم??ان خان مننه كوو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم دورې اې??ان د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل چې په يمن كښې دې د جنګ خاتمه وشي او انساني مرسته دې باوري كړې شي۔