نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې د اووه ورځنې دورې بنيادي مقصد په مقبوضه كشم??ر كښې د هند د روانو ظلمونو نه نړۍ خبرول دي٬ وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عم??مي اسمبلۍ د غونډې په موقع د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ وزيراعظم به د ماليې د نړۍ مهمو خلقو سره ملاقات كوي او د مني لانډرنګ په اړه به خپل نظر وړاندې كوي٬ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره هم د وزيراعظم عمران خان ملاقات متوقع دے۔ په نيويارك ??ښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې وزيراعظم عمران خان سره به يو كشميرې پلاوې ملاقات كوي او د هغوي تاثرات به اخلي او هغوي سره په مشوره به خپل مصروفيات مخ په وړاندې بوځي۔ ده و??ئيل چې وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عم??مي اسمبلۍ د غونډې په موقع د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د دې نه علاوه به تهنك ټېنكس سره هم د هغه ملاقاتونه كېږي۔ ده و??ئيل چې د دې ځائ دوه نامتو تهېنګ ټېنك سايشيا سوسائټي او كونسل فار فارن ريلېشنز سره به وزيراعظم ليدنه كوي او ورسره به د خيالاتو تبادله كوي۔ ده و??ئيل چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې د اووه ورځنې دورې بنيادي مقصد په مقبوضه كشم??ر كښې د هند د روانو ظلمونو نه نړۍ خبرول دي۔ ده و??ئيل چې تركيه٬ مالېزيا او پاكستان په ګډه د اسلام فوبيا په زياتېدونكي رجحان يو درې اړخيزه غونډه كوي۔ ده و??ئيل چې وزيراعظم به د احساس پروګرام په اړه خبرې كوي ځكه چې د پوخ پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره احساس پروګرام ډېر مهم دے۔ د دې نه علاوه وزيراعظم به د موسمياتي بدلون په اړه هم خبرې كوي۔ ده و??ئيل چې وزيراعظم به د ماليې د نړۍ مهمو خلقو سره ملاقات كوي او د مني لانډرنګ په اړه به خپل نظر وړاندې كوي چې څنګه لويو هېوادونو ته د مني لانډرنګ د لارې پېسې ځي او د دريمې نړۍ هېوادونه غربت سره مخ كېږي۔ ده و??ئيل چې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره هم د وزيراعظم عمران خان ملاقات متوقع دے۔ ده و??ئيل چې د سعودي باچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره د وزيراعظم عمران خان مهم ملاقاتونه شوي دي٬ د مېنځني ختيځ په بدلېدونكي صورتحال خبرې شوې دي چرته چې پاكستان دوي سره د يووالي څرګندونه كړې٬ نو ورسره ئې دا هم وئيلي دي چې بايد داسې پرېكړه په تندې كښې ونه كړې شي چې وسره د منطقې امن وځپلې شي۔