اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر وئيلي دي په غلا جوړ كړے مال او جائيداد به د قانون له مخې ضبط كېږي٬ د شهباز شريف او د هغه د كورنۍ د هنډي او حوالې د لارې د مني لانډرنګ واضح ثبوتونه موجود دي٬ د شهباز شريف په بهر هېوادونو ??ښې موجود جائيداد به راوړو او د احساس پروګ??ام د لارې به په غريبانو ويشلې شي۔ ده دا خبرې د ګل په و??ځ په پي آئي ډي ??ښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل د برتانيې مجلې ډيلي مېل 33 پاڼې تحقيقاتي راپور خپور كړے چې پ??ښې د پنجاب پخواني وزيراعلٰي او د هغه د كورنۍ د مني لانډرنګ تفصيل موجود دے او پ??ښې وئيلي شوي څنكه روپۍ د مني لانډرنګ د لارې د پاكستان نه برتانيې ته منتقل كړې شوې۔ ده ووئيل دوي سره د پانامه نه واخله تر اوسنيو تورونو هېڅ ځواب نشته۔ دوي د ډېلي مېل خبريال سره د كال 2018م د انتخابي كمپائن په مهال اخستل شوې عكس په بنياد تور لګولې چې دا خبر ما چاپ كړے خو حال دا دے چې دا ټول دروغ وائي۔ ده ووئېل دغې خبريال سره عكس هغه وخت زمونږ مېډيا سېل جاري كړے ؤ۔ ده ووئيل شهباز شريف وئيلي دي په خبر لګولو به هغه زما په ضد د لندن په عدالت ??ښې دعوٰي دائر كوي۔ زه وايم چې د دې دعوې نه منكر نه شي او د لندن په عدالت ??ښې دې ضرور دعوٰي دائر كړي٬ زه ټول ثبوتونه لرم٬ په عدالت ??ښې به ئې وړاندې كړم او هغه به دروغجن ثابت كړم۔ ده ووئېل د جعلي ټي ټيز د لارې لېږلې ټولې روپې به څرګندې كړم۔ د دوي 36 مليونه روپۍ چې څرګندې شوې ٬ د دغې نه زياتې ئې په بهرنيو هېوادونو ??ښې پرتې دي ۔ ده ووئېل په عدالت ??ښې د كېس ګټلو سره به د احساس پروګ??ام د لارې دغه مال په غريبانانو ويشلې شي۔ ده ووئيل شهباز شريف او زامن ئې پوښتنه كوي چې كرپشن چرته شوے٬ دوي خو د مرستې پېسې هم نه دي پرېښي او په دې ??ښې ئې هم كرپشن كړے۔ ده ووئېل د 200 نه د زياتو اكاؤنټونو نه د دوي اكاؤنټونو ته غېر ملكي پیسې لېږلې شوې۔ ده ووئيل د غلا په پېسو اخستل شوې كورونه او املاك به د قانون له مخې ضبط كولې شي او په قامي خزانه ??ښې به جمع كولې شي۔ ده ووئيل نېب د نويد اكرم د يو ارب نه زيات جائيداد ضبط كړے دے