اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د وز??راعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې حكومت اړ??ند ادارو ته هدايت كړے چې د مريم صفدر لخوا تېره ورځ د وړاندې كړې شوې خفيه آډيو او وېډيو فرانزك آډټ وكړي٬ د فرانزك آډټ ترسره كېدو نه پس به د ذمه وارو عناصرو په ضد قانوني كارروائي كولې شي او په دې اړه ټول تفصيلات او معلومات به اولس او مېډيا ته وړاندې كولې شي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خب??و كښې ده ووئيل چې د احتساب عدالت جج ارشد ملك په اړه په خب??ي كنفرنس كښې د وړاندې كړې شوې آډيو او وېډيو د فرانزك آډټ كولو پرېكړه د خالي په ورځ شوې۔ د وز??راعظم مرستيالې ووئيل چې د فرانزك آډټ ترسره كېدو نه پس به د ذمه وارو عناصرو په ضد قانوني كارروائي كولې شي او په دې اړه ټول تفصيلات او معلومات به اولس او مېډيا ته وړاندې كولې شي۔ هغې ووئيل چ?? خبري كنفرنس د لارې د مريم صفدر او شهباز شريف ناوړه مقاصد څرګند شوي دي۔ هغې د د?? خبرې باور وركړو د فرانزك آډټ ترسره كېدو نه پس به د قوم نه وړوكي نه وړوكي معلومات هم پټ نه شي ساتلې۔