اسلام آباد 30 جون (اے پي پ??﴾ ?? موسمياتي بدلون دو??مې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چې هېواد د پولو نه زيات خطر د موسمياتي بدلون نه لري٬ وزيراعظم ??مران خان د ټاكنو ګټلو نه بلكې د نوي نسل د روښانه سباؤن خبره كوي٬ اپوزيشن كنفيوژن سره مخ دے٬ د مېډيا د مرستې نه بغېر په كومه پروژه كښې كاميابي ممكنه نه ده۔ اے پي پي سره په خبرو كښې دو??مې وزيرې ووئيل چې په اوسني دور كښې د مېډيا كردار ډېر مهم شوے٬ په ټولټاكنو كښې زما په كاميابې كښې د مېډيا مهم كردار دے۔ هغې ووئيل چې د مېډيا د مرستې نه بغېر په كومه پروژه كښې كاميابي ممكنه نه ده۔ وزيراعظم ??مران خان هم مېډيا پرسنز سره ډېره مينه لري۔ دو??مې وزيرې ووئيل چې اپوزيشن په دې وخت كښې كنفيوژن سره مخ دے٬ پاكستان تحريك انصاف دو?? دې حالاتو سره مخ كړي دي۔ هغې ووئيل چې موسمياتي بدلون سره پاكستان ډېر آغېزمن كېږي٬ هېواد د پولو نه زيات خطر د موسمياتي بدلون نه لري۔ هغې ووئيل چې عمران خان دوراندېش لارښود دے٬ وزيراعظم ??مران خان د ټاكنو ګټلو نه بلكې د نوي نسل د روښانه سباؤن خبره كوي۔ هغې ووئيل چې د اګست د 14مې نېټې نه په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پ??اس??ك په شاپنګ بېګز بندېز لګول كېږي۔