اسلام آب??د 16 جون (اے پي پي﴾ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د روان مالي كال 19-2018 په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام لپاره 617.3 اربه روپې پرمختيائي فنډ جاري كړے كوم چې روان مالي كال لپاره د پي اېس ډي پي له م??ې بېل كړے شوے ٬ د پرمختيائي بجټ د 91.5 فيصد برابر دے۔ د منصوبه بندې٬ پرمختګ او د اصلاحاتو وزارت د شمېرو له م??ې مالي كال 19- 2018م لپاره د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له م??ې 675 اربه روپې فنډ بېل كړے شوے و۔ هيله ده چې د روان مالي كال تر پاې به روان مالي كال لپاره بېل كړے شوے فنډ جاري كړے شي۔