اسلام آباد ۔ 12 مئی (اے پی پی) د هېواد تجارتي خساره كښې د روان مالي كال(2018-19ﺀ) په مهال 13.1 فيصده كمې شوې۔ د خزانې وزارت چارواكو ترمخه د مالي كال په اولنيو لس مياشتو كښې (جولائي څخه تر اپرېل مياشتې) تجارتي خساره كمېدو سره 26.17 اربه ډ??لره پاتې شوه۔ كومه چې تېر كال په دومره موده كښې 30.114 اربه ډ??لره وه۔ دوئي ووئيل د روان مالي كال تر پايې امكان دې چې تجارتي خساره كښې 5 څخه تر 6 اربه ډ??لرو كمي رامخې ته شي۔ د اپرېل 2019ء په مهال د هېواد تجارتي خساره 13.77 فیصده كمېدو سره 2.498 ارب ډالره پاتې شوې۔ ددې په مقابله كښې د اپرېل 2018ﺀ په مهال د تجارتي خسارې حجم 2.897 اربه ډ??لره ريكارډ كړې شوې وو۔