اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خ??ن وئيلي دي د ډېر اوږد انتظار نه پس افغانستان كښې د امن عمل څخه په منطقه كښې د امن لپاره تاريخي موقع ترلاسه شوې د كو??ې چې پاكستان بشپړه ملاتړ كو??٬ د هر ډول تشدد په ضد يو٬ د افغانستان په كورنۍ شخړه كښې به پاكستان فريق كېږي نه ۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم خپل يو بيان كښې وئيلي دي د تېرو 40 كالو شخړې څخه پاكستان او افغانستان دواړه ځپلې شوې او اوس د ډېر انتظار نه پس افغانستان كښې د امن عمل منطقه كښې امن لپاره يوه تاريخي موقع ده د كو??ې چې پاكستان بشپړ ملاتړ كو?? چې پكښې د بېن الافغان خ??رو اتر آئنده منطقي مرحلې شاملې دي چې پكښې به افغانان پخپله د خپل هېواد د سباٶن پرېكړه كو??۔ وزیراعظم ووئيل په دې تناظر كښې پاكستان د هر ډول تشدد په ضد ولاړ دے او پړې ډېر غمژن دے۔ عمران خ??ن ووئيل د تشدد كاروائۍ د غندنې وړ دي او دې څخه به د امن عمل ته زيان ورسيږي ۔ ده ووئيل د فشار د لارې خبرو اترو كښې خپل مقصد پلو راغب كو?? سم نه دي٬ پاکستان په ټولو ډلو زور رواړي چې ھغوي د دې موقع په اهميت ځان پوهه كړي او د دې نه استفاده وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د امن عمل كاميابۍ لپاره د سفارتي او امنيتي مرستې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د افغانستان كورنۍ شخړه كښې به پاكستان فريق نه جوړېږي۔