اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) د پاور ډويژن وفاقی وزیر عمر ایوب خان وئيلي دي چې سارك ??ېو??دونو كښې د توان په څانګه كښې مرستې ، د شخړو حل ، سيمه ايزې همغږۍ او د امن ودې ته اړتيا ده، ??يمه كښې د پرمختګ لپاره د توان څانګه مهمه ده، په دې څانګه كښې مونږ د يو بل څخه جلا نه شو پاتې كيدې، پاكستان خپل انرجی مكس بدلوي، د تجدید وړ توان په څانګه كښې به سرمايه كارۍ زياتولې شي، هيله لرو چې د توان لپاره د سارك وركنګ ډله به سيمه كښې د ارزان توان وركولو ، معیشت ښه كولو او د اولس له د ژوند معیار ښه كولو لپاره مثبت تجاویز وړاندې كړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل پھ ورځ د توان لپاره د سارك وركنګ ډلې پ??ان??تې غونډې ته خطاب كولو۔ عمر ایوب خان ووئيل پاكستان د توان په ماركيټ كښې په مهم موړ ولاړ دې۔ د توان وركولو نه غير اقتصادی هلې ځلې نه شي زياتېيدې٬ بايد د سارك ??ېو??دونو د اولس ښه والې له مرسته وكړي، دې سره به د وګړو د ژوند معيار ښه شي ، سيمه كښې همغږي ، امن ودې او شخړو حل كولو ته هم پام لرنه وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د برېښنا پیداواری استعداد 30 زره میګاواټه څخه زيات د??۔ ده ووئيل مونږ د تجدید وړ توان برخه تر 2030ء ديرش فیصده ته رسول غواړو، دغسې هائيډل به هم زياتولې شي۔ده ووئيل پاكستان كښې د سكرو زياتې پانګې شته، ?? تھركول يو پلانټ څخه پیداوار پيل شوې دويم به هم ډير زر پيل شي۔ ده ووئيل تر كال 2030 به په برآمدي اېندهن انحصار كم شي ٬ د برېښنا د درآمد او د برآمدي اېندهن په كرنسۍ ٬ د سپلائې په صورتحال او د څيزونو په بيعه آغېر پرپريباسي ٬ مونږ له به خپل پېداواري استعداد زياتول وي په 12 ٬ 13 مياشتو كښې به مونږ د 2 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ د لارې 750 مېګاٶاټ برېښنا په تندۍ سره نظام كښې شامله شي٬ د برېښنا خرڅول او اخستل ګڼ اړخيزه كول٬ د وېلنګ او نېټ مېټرنګ هم مونږ ډاډګيرنه كوي، ټ??ان??مېشن لائن ته هم پاملرنه كوٶ٬ د كاسا 1000 او د تركمانستان څخه د افغانستان د لارې د برېښنا ترلاسه كولو هڅې هم كوو٬ مونږ د ټ??ان??مېشن لائن په نظام منطقه يو بل سره تړل غواړو۔ ده ووئيل آټو ميټرنګ نظام او په ټ??ان??فارمر د ميټر لګولو سره به د برېښنا وركول او د استعمال پحقله په وخت او مصدقه معلومات ترلاسه كېږي٬ د پري پېډ مېټرنګ نظام په معرفي كولو هم غور روان دې ۔ ده ووئيل تر كال 2030 د برېښنا نظام كښې د 40 اربه ډالرو سرمايه كارۍ لپاره هڅې كوٶ او د ډسټري بيوشن په نظام كښې د 10 اربه نه تر 15 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ ګنجائش شته ۔ د 8 زره مېګاٶاټ بونجي بند٬ داسو پن برېښنا منصوبه ٬ ديامر بهاشا غوندې منصوبې د توان پېداوار زياتولو لپاره مهمې دي٬ د جديد ټېكنالوجي د لارې مونږ د برېښنا لګښت كښې هم كمېدې شي۔عمر ایوب خان ووئيل توان لپاره د سارك وركنګ ډلې غونډه منطقه كښې د توان په څانګه كښې مرستې لپاره زيات اهميت لري٬ هيله لرو چې وركنګ ډله به د توان په څانګه كښې هدفونه ترلاسه كولو لپاره تعميري كردار وبولوي او داسې مثبت تجويزونه به و??ان??ې كړې شي چې ورسره به مونږ خپلو ماشومانو ته ښه تعليم ٬ اولس ته ښه معياري ژ??ند ٬ روزګار او د ارزانې برېښنا غوندې آسانۍ وركړې شو