اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي سي پېك او بي آر آئي مسابقتي منصوبې نه دي بلكې سي پېك ٬ د بي آر آئي فلېګ شپ منصوبه ده٬ دې منصوبو سره به د دواړو روڼو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا پراخه او مستحكمې شي۔ د ??يا??ت په ورځ د چين ټي وي چېنل سره خپلې مركه كښې خارجه وزير ووئيل مستقل مزاجي ٬ باور او په هر حالت كښې يو بل سره كلك اودرېدل د پاكستان او چين د اوږدې مودې اړيكو بنيادي وجوهات دي٬ كوم چې به اوسنې حكومت لا مستحكم كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل د سي پېك خاص اق??صادي زونز جوړ كړې شوې چې مقصد ئې نه يوازې دوه اړخيزه سرمايه كاري ??يا??ول دي بلكې په سي پېك كښې نورو هېوادونو سره عېر ملكي سرمايه كارو ته بلنه هم وركول دي ۔ ده ووئيل چين د سړكونو ٬ رېلوېز ٬ فائبر او اوپټكس انفراسټركچر جوړوي چې ورسره به درېمې ډلې ته منصوبې سره تړون لپاره آساني وي۔ خارجه وزير ووئيل د درېم ډلې سرمايه كارۍ ٬ روزګار موقعو ٬ د ټېكنالوجۍ ټرانسفر ?? سيمه ايز استحكام او اق??صادي پرمختګ كښې به لا اضافه اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان د چین اولس مشر زي جن پنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړې ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ٬ افغانستان او د چین ترمېنځه درې كسيزه ستراتېژكې خبرې اترې هم خوشبينه پېشرفت دے ۔ ده ووئيل پاکستان د افغان حکومت او اولس په ??شر?? كښې د امن عمل ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل چين نه يوازې اق??صادي بلكې شاندار بشري پرمختګ هم كړې دې