اسلام آباد ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د وزيرايعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي د ملګرو ملتونو ماحولیاتی اسمبلۍ كښې د پاكستان لخوا په ډوزيئر وړاندې كېدو هند سختې شرمندګۍ ??ره مخ شوې۔ نن نړۍ زمونږ د دريځ تائيد كوي۔ د قیمتی اثاثو تحفظ زمونږ تر ټولو وړمبنۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ اے پي پي ??ره خبرو كښې وكړه۔ امین اسلم ووئيل تېرو ورځو كښې د كينيا پلازمينه نېروبي كښې په نړيوال ماحولياتي كنفرنس كښې د پاكستان لخوا د ډوزيئر وړاندې كولو ګام هند لپاره ډېر د حېرانتيا ؤ او په دې هند ډېرې شرمندګۍ ??ره مخ شوې ولې چې مونږ نړۍ د زمكيزو حقائقو څخه خبرولو كښې وئيلې وو هندي هوائي ځواك د پاكستان پولو په توره شپه خلاف ورزي كولو ??ره بالاكوټ ته نزدې د بلين ټري سونامي په اونو بمبار ??ره د درځنونو په شمېر اونو ته زيان رسولو ??ره چاپېرچل ??ره د خپلې دښمنۍ ښكاره ثبوت وركړې او دا ئې هم ث??بت كړې چې ??ود?? نه يوازې نړيوال امن له خطر دے بلكې ماحولياتي ترهګر هم دے ۔ ده ووئيل كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو هېوادونو د پاكستان دريځ واورېد او ملاتړ ئې وكړو۔ ده ووئيل مونږ نړۍ ته ووئيل چې پاكستان يو ذمه وار هېواد دے او مونږ د خپلو قيمتي اثاثو تحفظ كولې شؤو۔ د هېواد خپلواكي ٬ د پولو ساتنه او قامي تشخص ??ره ??ره د قيمتي قدرتي وسائلو ساتنه زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ امن اسلام ووئيل د كنفرنس په مهال زما ملاقات د جاپان او كوريا خپلو همڅنګو ??ره اوشو او هغوي زمونږ د دريځ ملاتړ كړے ۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د انوائرمنټ پروګرام اي ډي جوائس ایمسوها هم ماحولياتي تحفظ له د پاكستاني حكومت د پورته كړو ګامونو ستائنه كړې ده