اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي بهر مېشته پاكستانيان د هېواد د اثاثې حېثيت لري ٬ حكومت به هره ممكنه هڅه كوي چې دوي له آسانۍ وركري٬ داسې پاليسۍ خپلې كړئ چې ورسره نه يوازې بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته آسانۍ ترلاسه شي بلكې د دوي كورنيو ته هم د صحت ٬ تعليم او نورې آسانۍ و??كړ?? شي۔ دا خبرې د نهې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د ترسيلات زر پحقله د غونډې مشرۍ پ?? مهال وزيراعظم عمران خان كړې۔ په غونډه كښې د وړومبي نېشنل چېلېنجر بانك جوړولو اصولي منظوري هم و??كړ?? شوه۔ د مركزي بانك ګورنر بهر مېشته پاكستانيانو لخوا د ترسيلات زر په موجوده صورتحال بريفنګ وركولو سره ووئيل سږ كال په 6 مياشتو كښې په ترسيلات زر كښې 12.5 فيصده اضافه شوې٬ دغسې د مالي كال لپاره د 22 اربه ټاكلې شوې هدف به په آسانۍ سره ترسره كړې شي٬ د ترسيلات زر ودې په اړه د حكومت لخوا په اقداماتو بريفنګ پ?? مهال د مركزي بانك ګورنر ووئيل په دې لړ كښې بانكونو ته و??كړ?? شوې مراعات ٬ د اېم والټ سيكم وده او په ريمټنس دوهولډنګ ټېكس كمي سره ترسيلات زر ښه شوې٬ د ایم والټ پرفارمنس پحقله د بريفنګ پ?? مهال ده ووئيل د اېم والټ له مخې په دسمبر كښې 25 مېليونه روپۍ دغسې په جنورۍ كښې 3.05 مېليونه ډالره تر لاسه شوې او د دې نه وړاندې په 11 مياشتو كښې ( د جنورۍ نه تر نومبر 2018) د اېم والټ په مد كښې ترلاسه شوې ترسيلات زر يوازې 54.7 مېليونه ډاره وي۔ ده ووئيل د هنډۍ مخ نيوي لپاره د چين بلاك ټېكنالوجي كاروٶ٬ قانوني طريقو سره ترسيلات زر ته وده وركولو لپاره سږ كال يو اے اي كښې په اپرېك كښې دوهم پاكستان ريمنټس سمټ به كوٶ٬ په دې لړ كښې د نشنل بانك لخوا په اقداماتو بريفنګ و??كړ?? شو۔ غونډې ته ووئيل شول اېن بي پي او پاكستان پوسټ په ګډه كار كوي په دې لړ كښې په ورومبني پړاٶ كښې به 137 ډاكخانې د ترسيلات زر آسانۍ ولري او په دوېم پړاٶ كښې به د 13 زره پو??ټ مېنز د لارې اولس ته په كور دننه بهر هېو??د څخه رالېږلې روپۍ رسولې شي۔