اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د مصر سفیر احمد محمد فضل یعقوب د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل ??صر او پاكستان خپلو كښې سیاسی، سماجی او كلتوري اړيكې لري۔ ده ووئيل ??اكستان مصر سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د مصر پخوانې تهذیب او تمدن اثرات په ټوله سيمه كښې نن هم ښكاره دي۔ ده ووئيل ??اكستان مصر سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو كښې خوښې لري۔ نړيوال او سيمه ايز تناظر تر نظر لاندې ساتلو سره د پاكستان او مصر اړيكو لا قوي كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل تجارت، سیلګري او سرمایه كارۍ په څانګو كښې د يو بل د تجربو څخه بشپړه استفادہ كېدې شي۔ ده ووئيل ??ارلمانی سفارتكاری كارولو سره په اولسي كچه د اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان زدكونكو لپاره جامعه الازهر كښې د سكالر شپس د لارې اعلیٰ تعلیم ترلاسه كولو موقعې دې پیدا كړې شي۔ده ووئيل ??سلمانان دا مهال د خپلو كښې د اختلافاتو ښكار دي، مسئلې به د خبرو اترو د لارې حل كول وي۔ جنګ د مسئلو حل نه دې۔ ده ووئيل د مسلما??ان?? اتحاد لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔ د مصر سفیر د پاكستان او مصر اړيكې مخ په وړاندې بوتللو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته۔