پېښور 23 دسمبر (اے پی پی) وفاقی وزیر شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې کرپشن به ختمولې شي، خلكو عمران خان له ووټ دې لپاره وركړې ؤ چې كرپټ كسان په زندان ته ورسوي۔د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د اتوار پھ ورځ پېښور كښې د تند رفتاره ټرین رحمان بابا ایکسپریس ??رانستې دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو صوبائی وزیر شوکت یوسفزئی، د ريلوے چی??رم??ن راجه سکندر سلطان، جنرل منیجرآفتاب اکبر او د پېښور ډی اېس وقاراحمد هم موجود ؤ۔ د ريلوے وزير ووئيل كه د بدعنوانۍ ناسور ختم نه كړې شو نو هېواد ته به لوئ زيان ورسي۔ده ووئيل عمران خان هغه يواځنې لارښود دې څوك چې غله زندان ته رسولې شي۔ شیخ رشید ووئيل د ریلوے زمكې د چا ذاتی جاګیر نه دې ، چرته چې په هغې قبضه شوې ده هغه به آزادولې شي۔ ده د ریلوے چارواكو ته پېښور كښې د ريلوے زمكو آزادولو سپرښتنه وكړه ۔ ده ووئيل تجاوزاتو مخنيوي كمپائن په مهال دې غريب اولس بې ځائه تنګ نه كړې شي او د مالدارو سره دې هيڅ ډول رعایت ونه كړې شي، ده ووئيل اوس كه ټرين چليږي نو د پاکستان معیشت به هم ښه كېږي۔ده ووئي?? په ریلوے كښې د پنشن په لړ كښې 35 اربه ، د تنخاګانو په لړ كښې 30 اربه ، د لون په لړ كښې 25 اربه روپۍ بوجھ دې خو بيا هم مونږ به د ریلوے څخه ګټه ترلاسه كولو په ځائې غریب او د مينځنۍ طبقې لپاره اقدامات كوو۔ شیخ رشید احمد ووئي?? په ر??تل??كو ورځو ك??ې به دوه نان سټاپ ټرینونه چلولې شي، مونږ سره تر 15 دسمبر تر کراچۍ لپاره کوم ټکټ نشته خو د اولس اسانيو لپاره به د 01 جنوری څخه يوې مياشتې له خاص ونټر ټرین چلولې شي۔ د ريلوے وزير ووئيل د رحمان بابا ټرین پرانسته د وزیراعظم عمران خان د اړخه د خېبرپښتونخوا اولس له ډالۍ ده۔ د ریلوے خوارې كښو په مرسته په 100 ورځو ك??ې به 20 ټرینونه چلولې شي۔ ده ووئيل د جهانګیرہ او نوښار ریلوے سټیشنې به اپ ګريډ كولې شي او ډير زر به د سفاری ټرین پرانسته هم وكړې شي۔ ده ووئي?? په 10 ډبو مشتمل رحمان بابا ایکسپریس ??رین د 880 مسافرو ګنجائش لري او سړي سر كرايه به 1350روپۍ وي ، دا ټرين به د 36 ساعتونو په ځائې په 26 ساعتونو ك??ې كراچۍ ته رسي