بيجنګ02 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان او د چين او??س مشر شي جن پنګ په ملاقات كښې دواړو لارښودو په سي پېك د پېشرفت جاج اخستلو سره د دې په كاميابو د اطمينان څرګندونه كړې او پاكستان لپاره د زياتو نه زياتو ګټو لپاره د دې زر تر زره د بشپړولو عزم ئې كړے٬ دواړو لارښودو د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستې٬ د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوال چارو ئې هم د خيالاتو څرګندونه كړې او د سياسي او اقتصادي بې يقيني په حالاتو قابو موندلو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شوي۔ د دواړو لارښودو ملاقات د جمعې په ورځ په پيپلز ګريټ هال كښې وشو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان د شريكو ګټو تحفظ٬ د شريكو تصوراتو او ګڼ اړخيزه نظام ودې لپاره د چين سره اوګه په اوګه ولاړ دے٬د غربت خاتمې او بدعنوانۍ مخ نيوي په څانګو كښې د چين د تجربو څخه په زده كړه كښې خوښي لرو۔ وزيراعظم عمران خان د جوش او جذبې په څرګندونه د چينائي او??س مشر٬ د چين حكومت او او??س مننه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان هغه له”اصلاحات او پراختيا”په 40مه سالګره مباركي وركړه چې په نتيجه كښې يې چين ښه پرمختګ كړې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د چين سره ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔ ده دغې اړيكو ته ودې وركولو له د خپل حكومت د خواهش څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د او??س مشر شي جن پنګ”بېلټ اينډ روډ”وژن او د دې فليګ شپ منصوبه سي پیك به د ??يم?? او ??يم?? څخه بهر ټولو له د شريكې څوكالۍ شكل اختيار كړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د شريكو ګټو٬شريك تصوراتو او د ګڼ اړخيزه نظام ودې تحفظ كښې د چين سره اوګه په اوګه ولاړ دے۔ وزيراعظم په مېلمستيا كولو د چينائي او??س مشر مننه وكړه۔ده ووئيل زمونږ هېواد د چين د پرمختګ څخه متاثر دے۔ چين په ښه ډول په غريبۍ او بدعنوانۍ قابو موندلې٬او??س مشر شي جن پنګ په نوي دور كښې شريك سباؤن لپاره د پاك چين تزويراتي شر??كتدارۍ ته د ودې وركولو عزم رامخې ته كولو سره د بنيادي ګټو په ټولو معاملو پاكستان لپاره د چين د كلك ملاتړ پخلې وكړو۔ ده وزيراعظم عمران خان له په ټاكنو كښې او د وزيراعظم په چوكۍ سنبالولو مباركي وركړه۔ ده شريك سباؤن لپاره د پاك چين ستراتېژېكي شر??كتدارۍ استحكام لپاره وزيراعظم سره په ګډه د كار كولو خواهش څرګند كړو۔ او??س مشر شي جن پنګ په ټولو معاملو پاكستان لپاره د چين د كلك ملاتړ پخلې وكړو۔ د چين او??س مشر ووئيل د پاك چين اړيكې وخت په وخت قوي كېږي٬دا اړيكې به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د ??يم?? لپاره ګټورې وي۔ په دې موقع عمران خان د