اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د سماجي څانګې پرمختګ له لوظي دې۔ پاكستان د جوهري وسلې په زغل كښې شامل نه دے۔ د منطقې ټولو هېوادونو كښې امن او استحكام غواړو۔ د ګل په ??رځ ځائي هوټل كښې د سټرټېجك سټډيز انس??يت??وټ اسلام آباد تر سېوري لاندې د “عالمی جوهری عدم پھیلاؤ نظام: چیلنجز اور رد عمل” په سرخط نړ??وال كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل جوهري وسله يوازې دفاع لپاره ده۔ پاكستان په ??ړۍ كښې د جوهري وسلې نه خپرونې ملاتړ كوي۔ ده ووئيل نړ??وال امن ته د پېښو خطرو مقابله په ګډه كېدې شي۔ د نوې ټېكنالوجي كارولو په اړه په نړ??واله كچه قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ د كشمير مسئله په سوئيلي آسيا كښې د ستونزې بنيادي سوب دے۔ اولس مشر ووئيل منطقه جوهري وسلې څخه پاكولو كښې د ګاونډي هېواد جوهري تجربې خنډ جوړې شوي دي۔ د پاكستان جوهري پروګرام آئي اے اي اے د قاعدو او ضابطو ترمخه دے۔ پاكستان د ماحولياتي بدلون څخه ځپلې شويو هېوادونو كښې په ??ړومبو هېوادونو كښې دے۔ ده ووئيل د اتوامي توان كارولو سره هېواد كښې د ماحولياتي آلودګۍ خطرې كمېدې شي۔ ده ووئيل د جوهري عدم خپرونې هڅو كښې پاكستان اړوند ادارو سره مرستې كولو له چمتو دے۔