نیویارک ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كش??ير مسئلې لامله د منطقې امن سخت خطر سره مخ دے او تر كومې چې دا مسئله د مل??رو ملتونو دقرادادونو ترمخه حل كړې شوې نه وي تر هغه وخته په سوئيلي آسيا ك??ې امن په ځائې كېدې نه شي۔ د كش??ير ميډيا سروس ترمخه شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د مل??رو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73 مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل هند په مقبوضه كش??ير كښې رياستي ترهګرۍ ته وده وركوي او دا خبره د اندېښنې وړ ده چې هند دغلته دا مهال په انسانيت زور ظلم او زيات كوي او د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په سوئيلي آسيا ك??ې امن د مل??رو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كش??ير مسئلې حل سره تړلې دې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل هند دې مقبوضه كش??ير كښې رياستي ترهګري او په كنټرول لائن د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزي بند كړي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان هند سره خپلې ټولې روانې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي ولې هند په درېم ځل دا موقع ضائع كړه۔ شاه محمود قرېشي خبردارې و??كړو چې كه هند د پاكستان په ضد د كوم هم مهم جوئۍ هڅه وكړه نو سخت رد عمل سره به مخ شي۔ د پاكستان خارجه وزير عمومي اسمبلۍ ته په اردو ژبه كښې خطاب وكړو۔ ده زياته كړه چې پاكستان د بشري حقونو په اړه د مل??رو ملتونو د كمېشن راپور خوشبينه ګڼي كوم كښې چې مقبوضه كش??ير كښې د بشري حقونو د منځھ وړل په ګوته كړې شوي دي او پاكستان ددې راپور په سفارشاتو د عملدرآمد غوښتنه كوي۔ ده ووئيل هند پاكستان كښې د ترهګرۍ كارروايو كښې ككړ دے او بلوچستان كښې نيولې شوې هندي جاسوس كلبھوشن جادهو څخه هغه شواهد ترلاسه شوي دي كوم چې دا په ډاګه كوي چې پاكستان كښې د ترهګرۍ كاروايو په شا هم د هند لاس دے