لاهور 21 اګست (اے پی پی) د سارك چېمبر آف كامرس سينئر نائب صدر او د يونائټډ بزنس ګروپ مركزي چيئرمېن افتخار علي ملك وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان وېنا زړه راكښونكې او د نويو هيلو ترجم??ن ده٬ هيله ده چې د تحريك انصاف حكومت به پاكستان او هند يو بل ته ن??دې كولو سره د سارك مضبوطيا لپاره تعميري كردار ترسره كړي چې ورس??ه به په منطقه كښې خوشحالي او امن راشي۔ د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې په منطقه كښې د پرمختګ٬ خوشحالې او د امن خوب تر ??غه وخت نه شي ريښتيا كېدے تر څو چې د پاكستان او هند ترمېنځه په اړيكو كښې شته بې باورتيا له مېنځه نه وي تللې۔ ده ووئيل چې د سارك هېوادونو ترمېنځه تجارت د 6 فيصدو نه هم كم دے كوم چې يو سواليه ن????ن دے۔ د ديامر بهاشا بند جوړولو په اړه د عمران خ??ن د عزم هركلې كولو سره ده ووئيل چې بايد پاكستان بندونه او د اوبو پانګې زياتولو سره په هند او افغانستان انحصار كم كړي ځكه چې بندونه به نه يوازې د اوبو امنيت باوري كړي بلكې د توان ستونزه به هم حل شي۔