لاھور۔25جولائی(اے پی پی) د ګرد هېواد په ??ول په صوبائي سرښار لاهور كښې هم د پولنګ عمل پېل شو۔ په تخت لاهور به حكمراني د چا وي ٬ لاهور كښې ??ه د قامي اسمبلۍ په 14 او د صوبائي اسمبلۍ په 30 حلقو سخته مقابله وي۔ د بېلو ګوندونو پ??لنګ ایجنټس پولنګ سټېشنونو كښې موجود دي او د ووټرانو قطارونه هم جوړېدل پېل شوي دي۔ د مسلم لیګ (ن) صدر او د پنجاب پخواني اعلی وزير شھباز شریف په اېن اے 130 كښې د جونيئر ماډل سکول ماډل ټاؤن پولنګ سټېشن او د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق ??پل حلقه اېن اے 129 كښې د شېخ سردار محمد ګرلز ھائی سکول پولنګ اسټېشن كښې ??پل ووټ كاسټ كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ټولټاكنو كښې د تحریک انصاف، مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند په شمول ټول 122 س??اسی او مذھبی ګوندونه برخه اخلي۔ په صوبائي سرښار لاهور كښې 3787 پولنګ اسټېشنز كښې به 53 لکهھ 98 زره 6 سو 22 ووټران ??پل د ووټ حق كاروي۔ امن او امان په ??ائې ساتلو له د امنيتي ادارو سره سره پوليس او د پاك پوځ افسران او ځوانان د پولنګ سټېشن دننه او بهر په ??ائې كړې شوي دي۔ د پولنګ عمل به سهار 8 بجو څخه تر ماښام 6 بجو دوام لري۔