مالاكنډ 07 جون ( اے پي پي)د مالاكنډ يوازنۍ حلقه اېن اے 8 د ټولې صوبې پھ حلقو كښې مرك??ي حېثېت اختيار كړې ځكه چې حلقه اېن اے 8 څخه د قامي اسمبلۍ تراوسه 41 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه ترلاسه كړي چې پكښې د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬د مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر امير مقام او د متحده مجلس عمل صوبائي امير مولانا ګل نصيب شامل دي۔د جون پھ 7مه نېټھ د متحده مجلس عمل صوبائي امير مولانا ګل نصيب د اېم اېم اے پليټ فارم څخه د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړل او بلاول بهټو زرداري او امير مق??م خان لخوا(نن)د نامزدګۍ كاغذونو جمع كول متوقع دي۔د يادې شوې حلقې څخه په نورو سياسي ګوندونو كښې پي ټي آئي جنيد اكبر خان٬محمد راز?? جان ??ېډ??وكېټ٬حاجي نيك محمد٬ډاكټر فضل محمد٬د قامي وطن ګوند ظفرياب خان٬د عوامي نېشنل ګوند انعام الله خان٬په آزادو كانديدانو كښې د مالاكنډ پخوانې ضلع ناظم غفران احد ??ېډ??وكټ او شهزاده عالمګير خان شامل دي