اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كار كو??كے سړے عدالتونه د سياست نه يو خوا ته كو??٬دا د هېواد بد مرغي ده چې كار كو??كي په عدالتونو كښې راښكلې كېږې٬ په كو?? هېواد كښې چې د سياسي مشرانو عزت نه كېږي هلته پرمختګ ګران دے٬اولس چې په راتلونكو ټول ټاكنو كښې كو??ه هم پريكړه كو?? قبوله به وي٬هېواد په 65 كلونو كښې دورمره پرمختګ نه دې كړی لكه څومره چې په تېرو پنځو كلونو كښې شوې٬مونږ يوازې خبرې نه دي كار مو كړے ٬زمونږ حكومت د مسئلو په حل كو??و پوهېږي٬كه تېرو حكومتونو هم ??پل كار كړی ؤ نو دومره مسئلې به نه وې٬يو حكومت هم 2 زره مېګاواټ برېښنا نه ده پیدا كړی ٬ مونږ 10 زره 400 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې ده ۔ده د جمعې په ورځ د نيلم جهلم پروژې وړومبني يونټ د پرانستې دستورې ته خطاب كو??و۔وزيراعظم ووئيل نيلم جهلم هائيډرو پراجېګت د پاك چين د ملګرتيا عكاسي ده ۔ده ووئيل د دې پروژې په لار كښې ډېر چېلنجونه رامخې ته وو۔ده پروژه كښې برخه اخستوونكو او كردار ترسره كو??نكو له مباركي وركړه۔ده ووئيل نن زه پھ دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر او وزيراعظم په شتوالي كښې د كشميري اولس هلو ځلو او د دې منصوبې لپاره قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كو??۔د دوي قربانۍ د چا نه پټ پناه نه دي۔وزيراعظم ووئيل د 70 كالو نه مونږ د كشمير مقدمه مخ پھ وړاندې بيايو او په سباؤن كښې به هم هڅې روانې ساتلې شي٬مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كو??سل قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې هوارې غواړو۔ده ووئيل زما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره چين كښې ملاقات شوې او په دغه ملاقات كښې هم زمونږ سرخط د كشمير مسئله وه۔ما د كشمير د شهيدانو مقدمه هغه ته ورمخې ته كړې او ورته مې ووئيل شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ګردې نړۍ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئېل 7 لكه هندي عسكر پھ بې ګڼاه كشميريانو ظلمونه كو??٬په وړومبي اپرېل شخړيز كشمير كښې 17 ځوانان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل كړی شوي٬مونږ د كشمير مسئله هېرولې نه شو او دا د ټولې نړۍ لپاره يوچېلنج دے٬ وزيراعظم ووئېل مونږ په هره كچه دا مسئله راپورته كړی۔مونږ د كشميريانو مرسته كو?? او دا مرسته به دوامداره وي۔ده ووئيل د كنټرول لائن معامله د چا نه پټ نه ده چې په هند فشار زياتېږي نو د نړۍ پام د ځان نه اخوا كو??و لپاره د ډزبنډۍ خلاف ورزۍ كو??