اسلام آباد 09 اپرېل (اے پ?? پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني سره د جاپان سفیر تکاشي کورائي د ګل په ورځ ليدلي دي ۔ د سېنېټ سيكټرېټ لخوا د جاري شوي خبرې پاڼې له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان او جاپان ترمېنځه د موجوده معاشي رابطو لا مستحكمولو او تجارتي عدم توازن ختمولو ته ا??تيا ده۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو ښه والي لپاره د پارلماني روابطو وده ډېر ضروري ده۔ په دې موقع په بېلا ??ېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جاپان په پارلمان كښې د پاك جاپان دوستي ډلې مشر ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔