اسل??م آباد22 مارچ (اے پی پی)پینډۍ اسل??م آباد كښې د مېشته پښتنو خبريالانو تن??يم پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن وړومبنو ټاكنو كښې نوموړې خبريال او افغان چار پوهه طاهر خان صدر او ګوهر محسود عمومي سېكتر ټاكلې شوي۔د ټاكنو كمېټۍ لخوا جاري كړې حتمي نتيجو له مخې مشر خبريال طاهر خان صدر٬ګوهر محسود عمومي سېكتر٬ شهزاد يوسف زئي فنانس سېكتر او محمد عمران د انفارمېشن سېكتر په چوكو د مقابلې نه غېر ټاكلې شوي۔د دوي په مقابله كښې ولاړ كانديدانو د ټاكنو څخه يوه ورځ وړاندې د بائېكاټ اعلان كړې ؤ ٬د دې نه پس الېكشن كمېټۍ د دې كانديدانو د كاميابۍ اعلان وكړو۔ الېكشن كمېټۍ لخوا جاري شوې اعلاميې له م??ې ټاكلې شوې كابينه به د نائب صدر په چوكۍ مشاورت سره پريكړه كوي٬د كابينې د نورو غړو اعلان به د ټاكلې كابينې مشاورت نه پس كېږي